د ایران څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت وايي، د ایران او افغانستان ګډو دیني او فرهنګي مشترکاتو ته په کتو دا تمه نه کېدله چې تهران به د افغانستان د مسائلو به اړه دومره سطحي نظر ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته مارچ ۲۲ (وري درېیمه) پر خپل ټوېټر لیکلي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د ایران له اسلامي جمهوریت سره پرمختللي اړیکې لري، دواړه زیات تاریخي، دیني او فرهنګي مشترکات لري، دې ټولو ته په کتو دا تمه نه کېدله چې د ایران اسلامي جمهوریت دي د افغانستان د قضیو په اړه دومره سطحي نظر ولري."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنه مارچ ۲۲مه (وري درېیمه) ویلي وو چې په افغانستان کې روان سیاسي وضعیت د دغه هیواد ټاکنیز کړکېچ ته د امریکا متحده ایالاتو حکومت د نه پاملرنې له امله رامنځته شوی دی.

ایران همدارنګه ویلي وو چې په افغانستان کې رامنځته شوی امنیتي او سیاسي وضعیت له نژدې څاري او زیاتوي چې پر داخلي ثبات او سیمې باندې د افغانستان د ټاکنیز کړکېچ د اغېز له امله د رامنځته شوي اختلافاتو په اړه اندېښمن دی.

دغه هیواد همدارنګه ویلي چې د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ وروسته د امریکا د یو طرفه سیاست له امله افغانستان له سیاسي کړکېچونو سره مخ شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې محمد اشرف غني ته د ولسمشر خطاب نه دی شوی بلکې یوازې دومره ویلي چې افغان سیاسیون او سیمه ییز هیوادونه دي د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله تر منځ د رامنځته شوو اختلافاتو په هوارولو کې مرسته وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو هم تر دا مهاله د ایران د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

عبدالله عبدالله د ولسمشریزو ټاکنو له اعلان سره د مخالفت په ښودلو ویلي چې ټاکنې یې ګټلې او یو ټول شموله حکومت به رامنځته کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د روانې کب میاشتې پر ۱۹مه د لوړې مراسم تر سره کړل چې ترڅنګ یې عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم ونیول چې یو شمېر ایراني ډیپلومانو د عبدالله په مراسمو کې ګډون کړی و.

تر هغه وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ د ډپلوماټیکو اړیکو خرابېدو او د یو او بل له هیواد څخه د دپلوماټانو د ایستلو راپورونه هم ورکړل شول.

ایران تر دا مهاله د افغانستان د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته چې ولسمشر غني ګټوونکی اعلان شو نوموړي ته مبارکي هم نه ده ورکړې.