د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي د کروناویروس له کبله په تیرو څو میاشتو کې د افغانستان ملي عوایدو کې ۲۰میلیارد افغانۍ کموالی راغلی.
ښاغلي ارغندیوال وویل چې لا هم د ګمرکونو عواید د یو شمیر اشخاصو جیبونو ته ځي.
نوموړي ونه وویل چې د افغانستان د کمرک عواید څنګه او د کومو اشخاصو جیبونو ته ځي.
ښاغلي ارغندیوال د امریکا غږ اشنا سره په یوې مرکې کې دا خبرې وکړې، هغه وویل چې له دې وروسته مفسدین نشي زغملی، خو ویې نه ویل چې مفسدین څوک دي او د هېچا نوم یې هم وانخیست.
د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست داسې مهال د افغانستان په کمرکي عوایدو کې د کموالي خبر ورکوي چې افغانستان لا هم د مفسدو هېوادونو د لست په سر کې ځای لري. په افغانستان کې اداري فساد د افغان حکومت لپاره یوه لویه ننګونه ده.
Your browser doesn’t support HTML5
افغان حکومت وايي د فساد په ضد مبارزې ته ژمنه ده او په دغه برخه کې یې اصلاحات هم راوستي دي. د افغانستان کلنۍ بودیجه تر ډېره د بهرنیو هېوادونو په مرستو تکیه لري.
دا په داسې حال کې دي چې څو میاشتې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو د افغان مشرانو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له کبله وویل چې پر افغانستان به یو میلیارد ډالر مرسته کموي.