د جمهوري نظام د سقوط او پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ د دوییمې کالیزې د رسیدو په درشل کې د ښځو پارلماني او د افغانستان رهبرانو شبکې (AWPLN) ویلي، چې د طالبانو له خوا د افغان میرمنو په وړاندې مخ په زیاتیدونکی سیستماتیک تبعیض باید بند شي.
دغې شبکې د یکشنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري ۲۲) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پر افغانستان باندې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې یې د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه معلومات راټول کړي او ارزولي دي.
د ښځو پارلماني او د افغانستان رهبرانو شبکې د وینا پر اساس ددغو معلوماتو ارزولو د جنسیت پر اساس د تبعیض لکه د کار، زده کړو، روغتیا، حفاظت، د سفر ازادي او د سیاست په ګډون په عمومي ډول د ژوند په چارو کې د ګډون په برخو کې د نمونې په ډول په ګوته کړي دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "متاسفانه په ټولنه کې په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې تبعیض مخ په زیاتیدو دی او ښځې د ژوند د ټولو برخو څخه څنډې ته ټیل وهل کیږي. په تیرو دوو کلنو کې مونږ افغان میرمنې او نړیواله ټولنه د ښځو او نجونو د اساسي او د بشري حقونو څخه په سیستماتیک ډول د سرغړونو شاهدان یو".
دغې شبکې ویلي، چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو را هیسې ښځې په دغه هیواد کې بشپړې انزوا ته اړ شوي او که چیرې دا بهیر همداشان دوام وکړي په افغانستان کې به د هیڅ کومې ښځې غږ ونه اوریدل شي او دا به ددغه هیواد لپاره د یو لوی ناورین سبب شي.
طالبانو په تیرو نږدې دوو کلنو کې پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې پرله پسې ډول بندیزونه لګولي او نه یوازې نجونې یې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو منع کړي، بلکې ښځې او نجونې یې په پوهنتونونو کې هم له زده کړو منع کړي دي.
همداشان د طالبانو حکومت د پوهنې او عامې روغتیا د سکټورونو پرته ښځې او نجونې د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار څخه منع کړي دي.
د طالبانو حکومت د نورو محدودیتونو سربیره د ښځو په اړه په یو وروستي اقدام کې د ښځو سینګارتونونه هم تیره میاشت وتړل.
د ښځو د پارلماني او د افغانستان رهبرانو شبکې په باور دا اقدامات او یو شمیر نور زیات عوامل د افغان میرمنو او نجونو د خفګان او ډپریشن په ناروغۍ کې چې همدا اوس په افغانستان کې هغوی ورسره مخ دي، رول لري.
دغې شبکې ویلي: "هره ورځ مونږ ددې تراژیدۍ د سپکاوي ډکو او وحشتناکو اجزاو شاهدان یو، ځکه چې طالبان هره ورځ نوي محدودیتونه لګوي".
دغې شبکې ویلي، چې ددغو محدودیتونو یو یې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ پر نجونو لګولی هغه د ښوونځیو تړل دي.
د ښځو د پارلماني او د افغانستان رهبرانو شبکې ټینګار کړی، چې طالبان باید د ښځو او نجونو د اساسي حقونو په برخه کې ځوابویونکي اوسي او باید په عاجل ډول داسې ګامونه پورته کړي، چې په افغانستان کې په بشپړ، عادلانه او ډاډمن ډول د ښځو حقونه د سیاست په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې مشارکت تضمین کړي.
همدارنګه دغې شبکې د نړیوالې ټولنې غوښتي، چې "د یو نړیوالې غوښتنې په توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ژغورنې لپاره یو بل ته سره لاسونه ورکړي. ددغې شبکې د غړو په باور د افغان میرمنو د بشري حقونو د ښه کیدلو لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده.
نړیوالې ټولنې په تیرو نږدې دوو کلنو کې په پرله پسې ډول د طالبانو غوښتي، چې که چیرې د مشروعیت په لټه کې اوسي، باید د هرڅه لومړي بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته دروناوی وکړي.
خو د طالبانو حکومت تراوسه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، چې د ښځو ټولو حقونو ته د شرعیت په چوکاټ کې ژمن دي.