د یک ټلویزیون وايي داسې اسناد یې موندلي چې ښيي ۲۰۳ افغان دپلوماتان په بهرنیو هیوادونو کې د خپل ماموریت تر بشپړیدلو وروسته، بیرته افغانستان ته ندي تللي. ویل کیږي اکثریت دغه دپلوماتان په اروپايي هیوادونو، امریکا او کاناډا کې پاتي شوي دي.
د دغو دپلوماتانو په لست کې د ۱۲ سفیرانو نومونه هم یاد شوي دي.
د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ویاند، احمد شکیب مستغني، د دپلوماتانو د نه بیرته تګ خبر تایید کړی خو د یک ټلویزیون ته یې ويلي چې ټولو دپلوماتانو په کوربه هیوادونو کې سیاسي پناه نده اخیستی. د ښاغلي مستغني په وینا، ځینو دپلوماتانو په دغو هیوادونو کې کاري او روزنیز فرصتونه ترلاسه کړي.
د راپورنو له مخې د افغانستان ګڼ شمیر سفیران او ډیر شمیر دپلوماتان دوه تابیعته لري.
په افغانستان کې ورانو امنیتي حالاتو او د اقتصادي فرصتونو کموالي، په سلګونه زره افغانان نورو هیوادونو ته کډوالۍ ته اړ کړي دي.