د اندراګاندي روغتون کې د زړه سوري لومړني بریالي عملیات

دغه ماشوم له فاریاب ولایت څخه کابل ته راوړل شوی و او اوس یې روغتیا ښه ده

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل د اندراګاندي د روغتون د زړه د جراحۍ په مرکز کې د یو ماشوم د زړه عملیات په بریالیتوب ترسره شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د کابل د اندرګاندي د ماشومانو د روغتون د زړه د جراحۍ په مرکز کې د یو ماشوم د زړه عملیات په بریالیتوب سره ترسره کېږي.

د روغتیا وزارت ویاندې معصومې جعفري د چهارشنبې په ورځ نومبر څلورمه (لړم ۱۴) امریکا غږ ته وویل: "په دغو عملیاتو کې یو دوه نیم کلن ماشوم چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته و عملیات شوی دی".

اغلې جعفري زیاته کړه دغه ماشوم له فاریاب ولایت څخه کابل ته راوړل شوی و او اوس یې روغتیا ښه ده.

د کابل په اندراګاندي روغتون کې د زړه د جراحۍ دا مرکز شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پرانیستل شو چې پنځه بسترونه او یوه د عملیات خونه لري.

ټاکل شوې چې تر راتلونکې یوه نیمه میاشت د دغه روغتون ظرفیت شلو بسترونو او دوو عملیات خونو ته لوړ شي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په دغه هېواد کې ۱۲۸زره ماشومان د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي او هرکال څه باندې دوه زره تنه یې د افغاني سرې میاشتې له خوا المان، فرانسې، هند او چین ته د درملنې لپاره بیول کېږي.

همداشان د دغه وزارت شمېرې ښيي چې هرکال د کابو ۶۰۰ نورو ماشومان د زړه د جراحۍ عملیات په افغانستان کې دننه په خصوصي روغتونونو کې ترسره کېږي.