افغان ځواکونو نن سهار څلور بجې په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۱۱ افغان سرتېرې يې ورڅخه ازاد کړي.
دغه د پوليسو او ملي اوردو سرتېري له تېر یوه کال راهیسې د وسله والو طالبانو په بند کې وو.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د شنبې په ورځ د «لېندۍ پر ۱۷مه» اشنا راډیو ته وويل چې عملیات شوي، خو په اړه يې نور معلومات دوی ته نه دي رسېدلي.
خو د هلمند یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا راډیو ته وويل چې د وسله والو پر زندان باندي عملیات د ملي امنیت خاصو قطعاتو کړي.
سرچینې زیاته کړه چې په یادو عملیاتو کې ۳ تنه د زندان ساتونکې وسله وال طالبان هم له خاصو قواوو سره په جګړه کې وژل شوي
سرچینې وويل:"د ملي امنیت خاصو قطعاتو د سنګین ولسوالۍ د جوشالي په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چې ۱۱ تنه یرغمل شوي افغان سرتېري يې پکښې ساتل عملیات کړي او ټول يې ورڅخه روغ رمټ ژغورلي دي."
چارواکي وايي چې یاد شمېر افغان سرتېري د جګړو پر مهال وسله وال طالبانو یرغمل کړي وو.
افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو بل زندان مات کړی
هلمند کې د طالبانو له زندان ۶۷ افغان سرتیري ازاد شوي
افغان ځانګړو ځواکونو تر دې مخکې هم په هلمند ولایت کې د طالبانو زندانونه مات کړي او ګڼ شمېر افغان سرتېري او ملکي خلک یې ورڅخه ازاد کړي دي.
دا مطلب هم ولولئ هلمند کې افغان ځواکونو د طالبانو له زندان ۵۸ بندیان ازاد کړيد سنګین ولسوالي د هلمند په شمال کې موقعیت لري چې له تېرو درو کالو راهیسې يې سقوط کړی او د دولت وسله وال مخالفین پکښې پراخ حضور لري.
خپله وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.