افغانستان او پاکستان د پولیو له منځه وړلو لپاره پرګډو هڅو موافقه کړې

د عامې روغتیا وزارت له خوا په دغه خپور شوي عکس کې افغان او پاکستاني چارواکي کابل کې د پولیو له منځه وړلو په لارو چارو خبرې کوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې افغان او پاکستان حکومتونو په دغو هیوادونو کې د ماشومانو د ګوزڼ پولیو له منځه وړلو لپاره په ګډې جدي مبارزې باندې موافقه کړې ده.

د دغه وزارت له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې که څه هم په دې وروستیو کې د ډواړو هیوادو ترمنځ سیاسي اړيکې ترینګلې شوي دي، خو سره له دې هم د دغو دواړو ګاونډیو هیوادو د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیود پروګرامونو مسئولانو هوکړه وکړه چې پرته د سیاسي ناندریو به ددې ناروغۍ په له منځه وړلو کې په ګډه هلې ځلې وکړي.
افغانستان، پاکستان اوناجیریا د نړۍ په هغو دریو هیوادونو کې شامل دي چې لا هم د پولیو ویرس د دغو هیوادو د ماشومانو ژوند ګواښ سره مخ کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بیان له مخې د پولیو پر وړاندې د ګډې مبارزې پریکړه وروسته له هغې شوې چېحمل په ۱۵ او ۱۶ په کابل کې د دغو دوو هیوادونو د پولیو له منځه وړلو تخنیکي مشورتي ګروپونو او د دواړه هیوادو د پولیو پروګرام د له منځه وړلو چارواکو سربیره، د یونیسف، د روغتیا نړیوالې ادارې، د بلګیست بڼست او د نورو مرستندویه ادارو استازو په کې ګډون کړی وه.

دا بیان وایي "ګډونوالو په افغانستان کې د پولیو پروګرام لاسته راونې، فعالیتونه، پرمختګونه، ننګونې او ستونزې وڅیړلې او دپولیو د بشپړ له منځه وړلو موخې ته د رسیدو لپاره يې یو لړ سپارښتنې وکړې او همدا راز په دې برخه کې یو ځل بیا دخپلو ژمنو او همکاريو پر دوام ټینګار وکړ.

د روان عیسوي کال له پیل څخه تراوسه په افغانستان کې د پولیو درې پیښې په کندهار، هلمند او کندز کې ثبت شوي دي.

په کندز ولایت کې د کتلوي معافیت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له شپږو کالو وروسته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پېښه د دشت ارچي په ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

تیر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۱۳ پېښې ثبت شوې وې، چې ۷ یې یواځې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په وزیرستاني کډوالو کې رامنځته شوې وې.