یو افغان هنرمند د نړۍ د موسیقۍ یوې معتبرې جایزې ته نوماند شو

افغاني الاصله امریکایی پیانو غږونکی او سندرې جوړونکی عمر اکرم

افغاني الاصله امریکایی پیانو غږونکی او سندرې جوړونکی عمر اکرم یو ځل بیا د ګرامي معتبرې هنري جایزې ته نوماند شوی دی.

د ګرامي جایزو ویب پاڼې د اکرم د "ښکلا شېبې" البوم د څلورو نورو نوماندانو تر څنګ د "نوي عصر د غوره البوم" لپاره د ګرامي جایزې ترلاسه کولو لپاره معرفي کړی دی.

عمر اکرم د فیسبوک په یو پیغام کې د خپل البوم د نوماند کیدو د تائید په ترڅ کې لیکلي: "زما په موسیقۍ ستاسو د باور له امله ډیره مننه."

ټاکل شوي چې د جایزې مراسم به د ۲۰۲۴ کال د فبروري په څلورمه نیټه د متحده ایالاتو د کالیفورنیا په لاس انجلس کې ترسره شي.

په ۲۰۱۳ کال کې د "پژواک عشق" په نامه د عمر اکرم البوم هم د "نوي عصر د غوره البوم" په کټګورۍ کې معتبره جایزه ګټلې وه.

عمر اکرم یو افغان الاصله امریکایی موسقي غږونکی او آهنګ جوړونکی دی چې له کلونو هلو ځلو وروسته په دې وتوانېد، چې د موسیقۍ په برخه کې د بریا لوړو درجو ته ورسیږي. هغه لومړنی افغان نژاده امریکایی دی چې د دویم ځل لپاره د موسیقۍ دغه معتبرې جایزې ته نوماند کیږي.

اکرم په ۲۰۱۳ کال کې د دې معتبرې جایزې له ترلاسه کولو وروسته امریکا غږ ته وویل چې نه دا چې دا جایزه یې په خپل نوم ګټلې، بلکې د دې لپاره چې دا جایزه یو افغان ترلاسه کوي، د ویاړ یو عجیب احساس کوي.

هغه موسیقي غږونکي او د موسیقۍ پروډیوسران چې د عمر اکرم له موسیقۍ سره سرو کار لري وايي چې د هغه د موسیقي ریښې له ختیځ څخه راځي.

اکرم له ماشومتوبه له موسيقۍ سره مينه درلوده او د هغه په وينا په شپږ کلنۍ کې یې د پيانو په زده کړه پيل وکړ. نوموړی چې د یو پخواني افغان دیپلومات زوی دی، د خپل پلار د دندې په خاطر د افغانستان په دپلوماتیکو ماموریتونو کې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د موسیقۍ زده کړې لومړی په چک جمهوریت او بیا په فرانسه او متحده ایالاتو کې وکړې.

عمر اکرم اوس په امریکا کې ژوند کوي. هغه وايي چې دا هېواد هر چا ته ډېر فرصتونه برابروي، خو د ده په وينا بريا يوازې د هغو کسانو ده چې هڅه کوي.