آیا د افغانستان د کریکټ ټیم د نړیوالو سیالانو، سیال دی؟

د افغانستان د کریکټ فدراسیون په ۱۹۹۵ کې تاسیس و خو په ۲۰۰۱ کې يي د کریکټ د نړیوالو شورا د همکارۍ غړیتوب ترلاسه کړ.

د کریکټ آسیاجام سیالیو کې چې د (سوپر۴) په نوم ترسره شوې، د افغانستان وروستۍ درې لوبې چې د بنګله دیش، پاکستان او هند سره وې، ډیرې ښې وشوې.

د کریکټ د لوبې ماهرین وایي سره لدې چې افغانستان د سیالۍ ووت خو د نړۍ په کچه يي د پام وړ او په زړه پورې لوبې وکړې.

د کریکټ ټیم د چهارشنبې په ورځ (سیپتمبر۲۶) کابل ته ستون شو او د ستنیدو سره سم، اشناتلویزیون د ملي ټیم د ځینو لوبغاړو سره خبرې وکړې.

محمد شهزاد د هند سره د خپلې لوبې په اړه په سکایپ وغږیدو:

Your browser doesn’t support HTML5

افغان کریکټ ټیم

د ملي ټیم لوبغاړو، راشدخان، محمدنبي او کپټان اصغر افغان، کابل ته د رسیدو سره د خپلو لوبو په اړه د اشناتلویزیون سره خبرې وکړې:

Your browser doesn’t support HTML5

د کریکټ ټیم ستنیدنه