د فرانسې عالي محکمې د یو جومات د تړلو په اړه د حکومت امر لغو کړ 

ارشیف

د فرانسې عالي محکمې د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۶ (غوایي ۶) د هغه هیواد د کورنیو چارو وزارت غوښتنه رد کړه چې د فرانسې په جنوب لویدیځ کې یې د شپږو میاشتو لپاره د یو جومات د تړلو امر کړی و.

په محل کې د کورنیو چارو وزارت دفتر د مارچ په ۱۴ د شپږو میاشتو لپاره دغه جومات پدې دلیل بند کړ چې ګنې سخت دریځه اسلام په کې تبلیغ کېږي، کرکه خپروي او او تروریزم توجیه کوي.

محلي محکمې لس ورځې وروسته د جومات د بیرته پرانستلو امر وکړ، خو حکومت عالي محکمې ته مراجعه وکړه.

د سه شنبې په ورځ عالي محکمې د حکومت غوښتنه رد کړه او ددې جومات تړل یې «د عبادت د ازادۍ څخه سخته غیرقانوني سرغړونه» وګڼله.

دا لومړی ځل دی چې د «یو سپین یادښت» له مخې محکمې د یو جومات د تړلو په هکله د حکومت تصمیم ونه مانه چې د فرانسې د استخباراتو ادارې له خوا وړاندې شوی و او پدې توګه یې د جوماتونو د تړلو لړۍ ودروله چې د مقاماتو له خوا د واک نه په استفادې تړل شوي. د بشري حقونو ډلې او وکیلان وایي د مقاماتو دغه کار د دموکراتیکو ازادیو خلاف دی.

تور و چې د دغه جومات له ادرسه په ټولینزو شبکو کې د فلسطینیانو په پلوۍ څرګندونې کېږي چې حکومت وایي دا د یهودانو ضد او یا هم د هغو سازمانونو او اشخاصو د ملاتړ پیغام دی چې «سخت دریځه اسلام تبلیغوي».

ددې جومات د چلوونکو مدافع وکیل صفن ګوزګوز ویلي چې ددې جومات او د ترهګرۍ ترمنځ هیڅ ډړل اړیکه نشته.