په ننګرهار کې طالب مقامات وایي چې د ښېوې په ولسوالۍ کې یوه کښتۍ، چې ۱۴ تنه په کې سپاره وو، ډوبه شوې او څلور تنه په کې مړه شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا کښتۍ د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې نهمه) د کاشکوټونو او سربند په سیمې کې د تیز باد له کبله چپه شوې ده.
په کښتۍ کې ښځې او ماشومان هم ناست وو. د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس هم دا خبر خپور کړی دی.
مقامات وايي چې څلور تنه نور ژوندي ژرغول شوي او د شپږو کسانو لټون روان دی.
د افغانستان په ختیځ کې د کابل او کونړ سیندونه بهېږي او د سیمې خلک له دغو سیندونو څخه د خپل تګ راتګ او پورې وتلو لپاره له کښتیو او ټوپونو څخه کار اخلي. دا کښتۍ په مسلکي ډول جوړې شوې نه دي او چلوونکي یې هم مسلکي ماڼوګان نه دي.
څو میاشتې مخکې هم د ننګرهار د مهمندرې په ولسوالۍ کې هم یوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې اته تنه په کې مړه شوي وو.
طالب مقاماتو ویلي وو چې په دغې پېښې کې یې ۱۶ تنه ژغورلي وو چې ځینې زخمیان وو.