په کابل او غور کې پر جوماتونو باندې ځانمرګي بریدونه

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په یوه اعلامیه کې د کابل په دشت برچي کې د امام زمان په جومات د جمعې د ورځې د ځانمرگی برید پړه منلې او ادعا یې کړې چې دا برید ددې ډلې یو جنگیالي ابو عمار ال ترکمني کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې یو ځانمرګي بریدګر نن د جمعې په ماښام د کابل ښار دیارلسمې حوزې مربوط د دشتي برچې په سیمه کې د "پل خشک" د "امام زمان" په نوم د شعیه ګانو په یو جومات کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چولی چې له امله یو شمیر لمونځ کوونکي مړه او ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه پیښه کې ۳٩ تنه وژل شوي او ۴٥ نور ټپیان دي.

له دې دمخه په کابل کې یو امنیتي مقام د رویترز اژانس ته ویلي وو چې امنیتي قواوو لږ تر لږه ٣٠ مړي د جومات نه را ایستلي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه حمله سخته غندلې او ویلي یې دي چې ددې ډول جنایاتو عاملین "د نابودولو مستحق" دي.

پاکستان او د امریکا متحده ایالاتو په ځانگړو اعلامیو کې د افغانستان په دوو جوماتونو باندې د جمعې د ورځې بریدونه سخت غندلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه ویلي چې حکومت او د پاکستان خلک د افغانستان د حکومت او خلکو سره خپل پیوستون څرگندوي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي هم د افغانستان پر جوماتونو باندې د جمعې د ورځې بریدونه د یوې اعلامیې په خپرولو سره غندلي دي او هغه یې یو "وحشیانه" عمل بللی دی.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش ویلي چې "د هغو خلکو پر وړاندې چې په عبادت مصروف وو دا ډول بریدونه جنایت دی. هغوی چې ددې ډول حملو مسؤل دي باید پرې عدالت تطبیق شي".

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت او ددې هیواد سني او شیعه عالمانو پر جوماتونو او تکیه خانو باندې حملې محکومې کړي او هغه یې "غیر اسلامي او غیر انساني" گڼلي دي.

سني او شیعه علماو په یوه خبري غونډه کې پر جوماتونو او تکیه خانو باندې وروستي بریدونه د بهرنیو عواملو پورې اړوند وگڼل.

د پیښې په هکله لومړني رپوټونه

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د خپرونو رئیس محمد اسمعیل کاووسي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تر اوسه د کابل امبولانس په واسطه د برید له ځایه لس مړي او اوه ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د پیښې یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوه بریدګر د لمانځه پر مهال د امام زمان جومات ته ننوتي وو او کله چې لمونځ کوونکي پر لمانځه ولاړ وو، یو بریدګر په ځان پورې تړلي مواد وچول.

د دغې عیني شاهد د ادعا له مخې بل بریدګر له حملې وروسته له جومات څخه تښتیدلی دی.

دا عیني شاهد وايي چې په دې برید کې شاوخوا ٣٠ تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپیان شوي دي.

خو دا شمیرنې د عامې روغتیا د وزارت له خوا لا تر اوسه نه دي تائید شوي.

همداشان د کورنیو چارو وزارت تراوسه په دې حمله کې د یو بریدګر ګډون تائید کړی دی.

غور کې د سني مذهبو په جومات کې ځانمرګی برید شوی

د بلې خوا د غور ولایتي چارواکي وايي چې نن مازیګر د دغه ولایت د "دولینه" په ولسوالۍ کې یو ځانمرګي بریدکوونکي په یو جومات کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چولي چې له امله یې په لسگونو لمونځ کوونکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په خپل ټویټر کې لیکلي چې په دغه پیښه کې ٢٠ تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا برید دولینه ولسوالۍ د "خواجه ګان" د کلي په جومات کې د جمعې د ورځې په مازیګر شوی دی.

هغه وویل چې دا برید د سني مذهبو په جومات کې شوی دی.

د غور د والي د ویاند د وینا له مخې، په دې جومات کې د فضل الاحد په نوم د افغان حکومت یو پلوي سیمه ییز قوماندان د خپلو وسله والو سره لمونځ کاوه چې پرې برید وشو.

ښاغلي خطیبي وویل چې په دې برید کې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم چې د ځینو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

د غور یو شمیر مدني فعالان د مړو شمیر د دغه شمیر څخه زیات ښيي.

د غور د دولینه ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکز فیروزکوه څخه ۶۵ کیلومتره لرې په لویدیځ کې پرته ده.

تر اوسه ددغه برید مسولیت هم کومې ډلې نه دی اخیستی.