په هند کې چارواکي وايي د یکشنبې په ورځ جنوري ۳ (مرغومي ۱۴) د مړي سوځولو پر مهال پر راټولو شویو ویرکوونکو د یوې سرپناه چت رالویدلی او ۱۸ تنه په کې مړه شوي دي.
پېښه د اتارپرادیش ایالت د مرادنګر د غازي اباد په سیمه کې شوې ده.
سیمه ایزې رسنۍ وايي چې د پېښې پر مهال د مړي شاوخوا ۱۰۰خپلوان راټول وو چې پېښه وشوه.
لا د پېښې دقیق علت معلوم نه دی، خو څو ورځې مخکې په دغه سیمه کې سخت بارانونه شوي وو.
د پولیسو یوې کمېشنرې انیتا مېشرام وویل چې شاوخوا ۴۰ کسان د مړي سوځولو په بټۍ (هندو سوزان) کې په یوې سرپناه کې راټول شوي وو چې دا پېښه وشوه.
د ژغورنې مامورانو او پولیسو د پېښې ځای ته ځانونه رسولي چې مړي او زخمیان راوباسي. یو شمېر زخمیان روغتون ته انتقال شوي دي.
رویټرز اژانس د پولیسو د یو بل چارواکي اجاج راجا له خولي لیکلي دي پولیس په دې اړه تحقیق کوي.
نوموړي وویل: « موږ تحقیق کوو چې ژر تر ژره د دغې پېښې عاملین پیدا کړو، هغه که معمار وي، که کارګران وي او یا د ښاروالۍ شورا وي.»
د هند صدراعظم نریندرا مودي په دې پېښې خواشینې ښودلې، د قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده او زخمیانو ته یې دعاجلې روغتیا هیله کړې ده.
د اتراپردیش ایالت اعلی وزیر یوګی ادیتیانات هم په دغې پېښې خواشیني ښودلې ده. هغه ویلي دي چې د قربانیانو له کورنۍ سره به نقدي مرستې کوي او همدغه راز پېښه به جدي څېړي.
څو میاشتې مخکې د هند دمهاراشترا په ایالت کې د یوې بلې ودانۍ د غورځېدو په پېښه کې هم لس کسان مړه شويوو.