په فرانسه کې د شارلي ایبدو طنزي مجلې مسولین وايي چې د دې مجلې پر دفتر باندې د مرګوني برید د لسمې کالیزې په مناسبت یې "پر خدای د ملنډې وهلو" د کاریکاتور سیالۍ پيل کړې او نن یکشنبه د ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۵) د کاریکاتورونو د ترلاسه کولو وروستۍ ورځ ده.
لس کاله وړاندې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په اوومه د اسلام پیغمبر ته د منسوب شوي کاریکاتور له خپرولو وروسته وسلهوالو کسانو په پاریس کې د دې طنزي مجلې پر دفتر برید وکړ او د درېیو کارتونیستانو په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل. دا برید چې دوو وروڼو کړی و د پولیسو لخوا ووژل شول.
اوس دې مجلې په یو بل اقدام کې له کارتونیستانو څخه غوښتي دي چې د خدای "تر ټولو بد او خندوونکی" کاریکاتور انځور کړي.
دا سیالۍ تېره میاشت پیل شوې ده او شارلي ایبدو ویلي دوی د هغو کسانو پيغام خپروي چې "په ټولنې کې د خدای او دین په لارښوونې له ژوند څخه په تنګ شوي. هر هغه کس چې په اصطلاح له ښه او بد څخه په تنګ شوي. ټول هغه کسان چې له مذهبي مشرانو څخه چې زموږ تولنه دیکته کوي ستړي شوي دي."
تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره کاریکاتورونه د نشر لپاره د دغې مجلې ادارې ته استول شوي دي.
د بیان ازادي
د شارلي ایبدو مجلې پر دفتر باندې برید د دې لامل شو چې زیات شمیر کسان د مجلې له کارکوونکو په ځانګړې توګه هغوی سره چې په برید کې وژل شوي خواخوږۍ څرګنده کړي.
شارلي ایبدو په ۱۹۷۰ کې د خپل تاسیس له وخت راهیسې په منظمه توګه په فرانسه کې د کرکې ډکو څرګندونو اړوند قوانین ننګولي دي، هغه قوانین چې له اقلیتونو څخه ملاتړ کوي او تاوتریخوالي لمسون غیرقانوني ګڼي خو پر دین انتقاد او ملنډې وهلو ته اجازه ورکوي.
په فرانسه کې د بیان د ازادۍ فعالان پر دین انتقاد او ملنډې وهلو ته د اجازې ورکول د کاتولیک کلیسا له نفوذ څخه د تېښتې د څوو پېړیو په مبارزه کې یو عمده بریالیتوب ګڼي.
خو منتقدان د اسلام د پیغمبر کاریکاتور خپرولو ته په اشارې وايي چې شارلي ایبډو د دین د پلویانو په وړاندې یرغلیز چلند کړی او له اسلام څخه د ویرې مسلې ته یې لمن وهلې ده.
دا مجله د مسیحیت په ګډون د ټولو دینونو په اړه په پرله پسې توګه د سپکاوي کاریکاتورونه خپروي.
دې مجلې د اګست په میاشت کې د بي بي مریم انځور هم خپور کړ چې په ام پاکس (د بیزو د تڼاکې) په ویروس اخته شوې ده. کاتولیک سازمانونو د شارلي ایبډو د دې اقدام په وړاندې دوه حقوقي شکایتونه ثبت کړل.