د افغانستان حکومت د بگرام د هوایی اډی د امریکایی زندان د چارو اخیستلو کار پیل کړی دی.
د افغانستان د عدلیی د وزارت مرستیال محمد قسیم هاشم زی پرون په کابل کی خبریالانو ته وویل چی دغه پروسه به د یوه کال په موده کی بشپړه شی.
د امریکا پوځ به مخکی له دی چی د افغانستان حکومت د دی زندان واک په لاس کی واخلی، ٣٠٠ افغان عسکر او ساتونکی وروزی.
دغه زندان چی کابل ته نژدی پروت دی او هغه بندیان په کی ساتل کیدل چی د ٢٠٠١ کال راهیسی د طالبانو پرخلاف د امریکا په مشری د ایتلاف د قواوو په عملیاتوو کی نیول کیدل.
د تیر کال د نوامبر په میاشت کی د دی زندان یو نوی تعمیر جوړ شو .
د بشر د حقوقو ادارو ویلی وو چی د بگرام په زندان کی په بندیانانو باندی ظلم کیده. هغوی وهل کیدل او د جرم د ثابتیدو پرته د زیاتی مودی لپاره په بند کی ساتل کیدل.