امریکايي او قطري چارواکي د افغانستان پر سولې غږیدلي

الیس ویلز تر دې مخکې له افغان او پاکستاني چارواکو سره هم لیدلي دي

د امریکا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په بهیر کې د قطر مرسته اغیزناکه بللې ده.

د مرکزې او سویلي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز دا اونۍ په دوحه کې له قطري چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه وغږیده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نئورت وویل "الیس ویلز د قطر د صدراعظم له مرستیال او له نورو لوړ پوړیو چارواکو سره د افغانستان د وضعیت سره د هغوی د همکارۍ په اړه خبرې کړي دي. قطر په دغه برخه کې یو مهم او ارزښتناک ملګری دی. د هغې د سفر یو هدف هم همدا و چې د افغانستان د سولې او افغان ځواکونو د تجهیز او سلا مشورې ورکولو په برخو کې د هغه هېواد د حکومت هلې ځلې وستايي."

قطر د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او ویل کیږي چې له طالب مشرانو سره ښیې اړیکې لري. په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان هم په افغانستان کې دسولې راوستلو لپاره هلې ځلې چټکې کړي دي.

دغه دواړه هیوادونه بیا له قطر سره په جدي سیاسي شخړې اخته دي او قطر د ترهګرو په ملاتړ تورنوي.

له قطري چارواکو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات د مرستیالې لیده کاته داسې مهال کیږي چې افغان حکومت تر بل هر وخت زیات له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو هلې ځلې چټکې کړي دي او پر طالبانو هم نړیوال فشارونه زیات دي چې خبرې وکړې.

څو ورځې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې امریکا خپلو ډیپلوماتانو ته ویلي دي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو امکانات برابر کړي، خو امریکايي چارواکو دا خبر تاید کړی نه دی.

مګر طالبانو په وار وار ویلي دي چې له امریکا سره مخامخ خبرې کوي.