طالب چارواکي وایي، پاکستان عبدلاصمد ثاني او صلاح الدین خوشې کړي دي.
عبدالاصمد ثاني د طالبانو په حکومت کې د افغانستان د مرکزي بانک مشر و او نوم یې د امریکا د تروریستانو په ځانګړي لېست کې هم وو.
دا په تېرې شاوخوا یوې میاشتې کې دریم طالب چارواکي دي چې د پاکستان له زندانونو څخه ازادېږي.
یو شمېر طالب چارواکو دغه معلومات د نوم نه ښودلو په شرط اسوشېټېډ پرس ته ویلي دي چې ښایي پاکستان دا کار په دې خاطر کړی وي چې د افغان طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.
دا مطلب هم ولولئ خلیلزاد د سولې په لټه کې بیا کابل ته تللیپاکستان دغه دوه طالبان په داسې وخت کې خوشې کړي چې د افغانستان د سولې د هلو ځلو لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد سیمې ته د دوهم ځل لپاره تللی.
ښاغلی خلیلزاد په دې سفر کې افغانستان، پاکستان، عربي متحده امارات او قطر ته ځي.
طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري او دا یې تائید کړې چې تېره میاشت یې مخامخ د امریکا له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
پاکستان په روانه میاشت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا غبدالغني برادر هم له زندانه خوشي کړ، خو لا معلومه نه ده چې دوی اوس چېرته دي او څه کوي.
پاکستاني چارواکو ویلي و چې ملا برادر یې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه خوشي کړی دی.
ولسمشر غني ویلي چې ازاد کړل شویو طالبانو ته په افغانستان کې ځای شته.