پاکستان نوی میزایل وازمایه

پاکستان وايي ازموینه یې د خپل دفاعي سیستم د خوندیتوب لپاره کړې ده

د پاکستان پوځ وايي داسې میزایل یې ازمویلي دی چې اتومي کوپړۍ هم انتقالولی شي.

پاکستان ادعا کوي چې د ابابیل په نامه یې نوی میزایل یې تر ۲۲۰۰ کیلو متره پورې هدف په نښه کولی شي. دا فاصله د اسلام اباد- ډهلي ترمنځ د واټن درې برابر ده. د پاکستان پوځ په اعلامیې کې دا خبره شوې ده.

دا په یوه میاشت کې د پاکستان دا ډول دویمه ازموینه ده. پاکستان وايي ازموینه یې د خپل دفاعي سیستم د خوندیتوب لپاره کړې ده.

رویټرز وايي د پاکستان نوی میزایل د عرب په بحیره کې د رباط په نامه پوځي تمریناتو پر مهال ازمایل شوې دی چې پوځي مشران هم حاضر وو.

د پاکستان د میزایلو ازموینه د هند د تېرې میاشتې له ازموینې وروسته کیږي. دواړه سیال هېوادونه اتومي وسلې لري او خپله بودیجه تر ډېره په پوځي وسایلو لګوي.

هند تېرکال د بالیستیکي میزایلو ضد سیستم ازموینه هم وکړه چې د چارواکو په وینا د اتومي کوپړیو لېږدونکي میزایل هم شنډولی شي.

هند او پاکستان له ۱۹۴۷ راهېسې درې وارې جنګ کړی دی او داسې ښکاري چې د پاکستان د میزایلو نوې ازموینه به د اسلام اباد- ډهلي روابط نورهم کړکیچن کړي.