دفاع وزارت: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د امنیت ساتنې ظرفیت لرو

د افغانستان دفاع وزارت د امریکايي او ناټو عسکرو د وتلو په غبرګون کې وايي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تروریزم په وړاندې د مبارزې او د خلکو د امنیت ساتلو ظرفیت لري.

د دغه وزارت د مرستیال ویاند فواد امان د پنجشنبې په ورځ د فبروري په شپږمه (سلواغې ۱۷مه) امریکا غږ ته وویل، چې افغان ځواکونو د تېرو لسو کلونو په پرتله د پام وړ وده کړې ده.

هغه زیاته کړه: "د دفاع وزارت د افغانستان خلکو ته دا ډاډ ورکولی شي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې، دې مسلې ته هیڅ ډول اندېښنه ونکړي".

دفاع وزارت دا غبرګون وروسته له هغې ښودلی چې د ناټو ۲۹ غړو هېوادونو له افغانستان څخه د خپل زرګونه عسکرو پر ایستلو غور پیل کړی دی.

نیویارک ټایمز د ناټو د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمولو په تړاو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له پرېکړې وروسته د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو هم د خپلو عسکرو پر ایستلو غور پیل کړی دی.

راپور کې راغلي، چې کله امریکا په رسمي ډول له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړي، نو د ناټو یو شمیر غړي هېوادونه به هم له دغه هېواد څخه خپل زرګونه عسکر وباسي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ وویل چې غواړي خپل نظامي سرتیري بیرته هیواد ته ستانه کړي او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲زره امریکايي سرتیري حضور لري، خو د امریکا حکومت غواړي چې دا شمېره اته زره او ۵۰۰ ته راښکته کړي.

نیویارک ټایمز دغه راز لیکلي، چې د ناټو د غړو هیوادونو سربېره د دغه تړون یو شمېر متحد هېوادونه، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي، له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر ایستلو غور کوي.

دې راپور کې راغلي، چې د جرمني او ایټالیا په ګډون یو شمیر هېوادونه د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو د سرتېرو پر ایستلو او یا پاتې کېدو ټینګار کوي، خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي.

د ناټو چارواکو له دې وړاندې ټینګار کړی، چې له امریکا سره یوځای افغانستان ته تللي او یوځای به بېرته ووځي.