ایراني چارواکي وايي د اسرایلو هغه وکړی یې په اعدام محکوم کړ چې په خبره یې د لسګونو ایراني مهمو چارواکو په اړه یې جاسوسي کوله.
د ایران قضایه قوې ویب پاڼې – میزان انلاین – د تهران د څارنوال عباس جعفري دولت آبادي له قوله لیکلي دي چې مشکوک کس د شاوخوا دیرشو ایراني اشخاصو په هکله معلومات د اسرائیل د استخباراتو ادارې – موساد – ته ورکړیدي.
پدې دیرشو کسانو د اتومي علومو د انجینر ماجد شهریاري او فزیک پوه مسعود علي محمدي نومونه هم دي چې په ۲۰۱۰ کال کې د بم په چاودنو کې ووژل شول.
په محکوم دا تور هم دی چې د اسرائیلو د استخباراتو د ادارې د اتو غړیو سره یې څو ځله کتلي دي.
د میزان انلاین په خبر کې د هغو دیرشو کسانو په هکله چې مشکوک شخص یې د اسرائیل استخباراتو ته په هکله معلومات ورکړي، ویل شوي چې د څیړنې، پوځ او اتومي پروژو کې کار کاوه.
په خبر کې همدارنګه ویل شوي چې مشکوک شخص د اسرائیل استخباراتو ته معلومات د پیسو او په سویډن کې د میشت کیدو په بدل کې ورکړیدي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.