په اندونیزیا کې یوې محکمې د هغې ښځې د استیناف غوښتنه رد کړه چې اسلام ته په سپکاوي تورنه او په ۱۸ میاشتو بند محکومه شوې وه.
دغه چینايۍ مېرمن تېرکال د اګست په میاشت اعتراض کړی و چې ولې په لوډسپیکرونو کې په لوړ غږ اذانونه کیږي.
دې ویل چې دا ډول لوړ غږ اذان کول خلک په تکلیف کوي.
د اندونیزیا عالي محکمې په خپل ویبسایټ کې لیکلي دي چې د مېرمن میلیانا د استیناف غوښتنه رد شوې ده، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړل.
د بشري حقونو ځینې ډلې وايي چې په اندونیزیا کې اسلامپاله ډلې له دا ډول قوانینو څخه د خپلو اهدافو لپاره بده استفاده کوي.
تر دې مخکې هم په اندونیزیا کې اسلام ته د سپکاوي په تور ځینې خلک محکوم او ان په عام محضر کې ورته سزا ورکړل شوې وه.
په اسلامي هېوادونو کې اذانونو په لوډسپکرونو کیږي خو په غیر اسلامي هېوادونو کې بیا مسلمانانو ته ویل شوي چې په جوماتونو کې په جومات کې دننه اذانونه وکړي.