د شفافیت څار: د سولې په تړون کې باید پر کانونو معامله ونشي

په افغانستان کې د کان کیندنې د دوو تړونونو له لاسلیک وروسته د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په یوې اعلامیې کې د دغه هېواد پر طبیعي زیرمو باندې د معاملې کولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغه بنسټ رئیس سید اکرام افضلي ویلي چې حکومت باید د کانونو مدیریت په خپلو امنیتي ستراتیژیو کې شامل او همداشان د سولې په راتلونکو مذاکراتو کې ورته ځای ورکړي.

خو هغه ټینګار کړی: "هر ډول تړون کې باید د ښې حکمتولۍ او د روڼتیا لپاره ژمنې شاملې وي او په سرچینو باندې باید هیڅ ډول معامله ونکړۍ شي".

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د غوايي/ثور په ۲مه له یو خصوصي شرکت سره د کنړ او ننګرهار د مرمرو د ډبرو او د پروان د تراورتینو د کانونو د کیندلو تړونونه لاسلیک کړل.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د نچرل سټون (Natural Stone) په نوم خصوصي شرکت پر دغو کانونو د ۱.۷ میلیونه امریکايي ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده.

د شفافیت د څار رئیس پر ونیا، دا مني چې افغان حکومت د کانونو د سکتور د عوایدو د لوړولو په برخه کې تر فشارونو لاندې دی، خو ټینګار یې کړی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دې ته ورته د کانونو تړونونو کې د فساد او شخړو له امله خلکو د ګټې پر ځای زیانونه ګاللي دي.

ښاغلي افضلي زیاته کړې ده: "موږ پر افغان حکومت غږ کوو چې د کانونو په برخه کې په خورا احتیاط قدم واخلي او هغه ستونزې چې د تړون ورکولو، روڼتیا، د کانونو په ساحه کې د عامو خلکو سره د اړیکو، او د کانونو په برخه کې د وسله‌والو ډلو د لاس لرلو په برخه کې موجودې دي، حل کړي".

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ دغه راز له حکومت څخه غوښتي دي چې په جګړه ځپلو سیمو کې له کانونو سره د سم چلند لپاره په بیړني ډول یوه ځانګړې امنیتی او مدیریتي ستراتیژی جوړه کړي او دغه راز په هغو سیمو کې سیمو کې چې د غیرقانوني وسله والو ډلو تر کنټرول لاندې دي، په لوړه کچه تړونونه داوطلبۍ ته ونه سپاري.

افغان حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.