امرالله صالح وايي طالبان له ټاکنو ویرېږي

د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح وايي چې طالبان د سولې پروسې ته ژمن نه دي او دغه پروسه به ډېر وخت ونیسي؛ ځکه چې افغان حکومت واک ته درسېدو لاره ټاکنې ګڼي اوطالبان د ټوپک له لارې واک ته د رسېدو هڅه کوي.

امر الله صالح چې له افغان ولسمشر سره ننګرهار ته تللی و، ولایت مقام کې یې د سلګونو ولسي خلکو یوې غونډې ته په وینا کې وویل:" موږ د شهیدانو په وینو او د ښځو په حقونو معامله نه کوو، موږ د ښځو حقونو ته ژمن یوو او طالبان نه دغو ارزښتونو ته ژمن دي او نه هم د افغانستان ملي بېرغ مني، نو موږ د سولې د خبرو د سستېدو لامل نه یوو، بلکې طالبان دي."

صالح زیاته کړه چې طالبان له ټاکنو ډارېږي، ځکه که طالب سیاست ته راځي نو ځای نه لري او طالبان یوازې د وژنو مسول دي.

هغه دا هم وویل چې طالبان د واک لپاره جګړه کوي او د دوی روانه جګړه کومه دیني توجیه نه لري او د نورو د ګټو په خاطر خلک وژني.

غونډې ته ولسمشر محمد اشرف غني هم وینا وکړه او ویې ویل چې غواړي خپل ځای ناستي ته د ملت له ارادې سره سم واک وسپاري.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل:" د جمهوریت تر چتر لاندې دې طالبان راشي کنه نو اوسنی افغانستان د ۱۹۹۰ کلونو افغانستان نه دی."

د ننګرهار د خلکو غوښتنې

د ننګرهار د ولایتي شورا رییساحمد علي او ولسي غړي امیرخان یار له افغان ولسمشر څخه وغوښتل چې د معارف برخه کې د ښوونځیو د تعمیرونو نه شتون او اوه زره ښوونکو د کمښت ستونزه دې حل کړي، همدا شان یې د کابل جلال اباد اوجلال اباد تورخم سرک د ژر جوړېدو غوښتنې وکړې.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وینا کې وویل چې ننګرهار کې به د ښوونکو ۴۰۰۰ نوې بستونه اعلان کړي او همدا شان به د سرکونو د جوړېدو چارې هم وشي.

د ننګرهار قومي مشر ذبیح الله زمري هم په ښکاره ټکو له ولسمشر څخه وغوښتل چې ننګرهار کې یې پخوا کړې ژمنې نه دي پوره کړي او باید سرته یې ورسوي.

زمري وویل:" د هوايي ډګر مسله هماغسې پاتې ده، تر اوسه ترې ملکي الوتنې پیل نه شوې. ولسوالانو او رییسانو چوکۍ په ټېکه نیولي او دا لس پنځلس کاله پرې پاتې دي باید دا چاره وشي."

ولسمشر غني وویل چې دغه غوښتنې پوره کړي.