ننګرهار کې یوه پوځي هلیکوپټره نسکوره شوې

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وايي د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزو له کبله د ملي اردو د یوې هلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه MI-17 ډوله پوځي هلیکوپټره تېره شپه ۱۲ بجې نسکوره شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "په خواشینۍ سره په دې پېښه کې د الوتنې یوه عمله او یو تن پولیس شهیدان شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي".

دا په روان لمریز کال کې د افغان هوايي ځواکونو شپږمه هلیکوپټره ده چې نسکورېږي.

له دې وړاندې د تلې په ۲۳مه په هلمند باندې د طالبانو د برید پرمهال د ملي اردو دوه MI-17 ډوله هلیکوپټرو ټکر وکړ او نسکورې شوې، چې په کې سپاره ۹ تنه ووژل شول.

همداشان د روان لمریز کال په تلې میاشت کې د افغان پوځ MD530 ډوله هلیکوپټره په بغلان ولایت کې نسکوره شوه او له هغې وړاندې په هلمند او تخار کې دوه نورې هلیکوپټرې چې یوه یې بلک هاک او بله یې MI-17 ډول وه سقوط وکړ.

که څه هم افغان چارواکي ډېر کله د هلیکوپټرو د لوېدو لامل تخنیکي ستونزې یادوي خو د نظامي چارو کارپوهان کمه تجربه او د مسلکي او مجربو کسانو کموالی د الوتکو د غورځېدو دوه نور عمده لاملونه ګڼي.