د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د آزادو سوداګريزو مرکزونو پرانستلو وړانديز

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستيال امريکا غږ ته ويلي چې هغوی پدې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته د دواړو هيوادونو تر منځ د آزادو اقتصادي مرکزونو جوړولو وړاندیز کړی. د نوموړې په خبره، له دې سره به پر ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته د ميشتو ولسونو اقتصاد ته ډېره ګټه ورسیږي.