په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر غواړي چې که د یو شمېر نورو ولایتونو د کروندګرو په څېر دوی ته هم د زعفرانو او هینجې ښه تخمونه ورکړل شي، نو کروندګر به له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي او دا بوټي به هم ترویج شي.
د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ بینګاه په سیمه کې د مزمل په نوم یو کروندګر امریکاغږ ته ویلي، چې اوس مهال يې په یو جریب ځمکه باندې ګلپیان کرلي، خو بازارونه يې خراب دي.
دی وايي، اوس مهال د ننګرهار په بازارونو کې یو ګلپي په ۳۰ افغانۍ دی، چې پر کښت باندې د دوی لګښتونه هم نه پوره کېږي.
مزمل وايي: ”له یو جریب پټي نه تر ۱۲۰۰ پورې ګلپیان لاسته راځي، خو اوس بازارونه خراب دي یو ښه غټ ګلپی په ۳۰ افغانۍ خرڅېږي، همدلته يې د کلي او کور په دوکاندارانو باندې خرڅو، نورو ولایتونو ته يې مونږ نه شو وړلی“.
دی وايي، سره او تخمونه په خپلو لګښتونو له بازاره را نیسي، چې په وینا يې ډېره کله تخمونه بې کیفیته وي او حاصلات يې خرابېږي.
د مزمل په وینا چې تر اوسه ورسره هیڅ راز مرستې نه دي شوي، خو هیله لري چې مرستندویه ادارې يې لاسنیوی وکړي.
دی وايي، لکه څنګه چې په یو شمېر شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې کروندګرو ته د زعفرانو او هینجې په برخه کې لارښونه شوې، که دغه ډول دوی سره هم کار وشي نو ښا يي ښه پایله ورکړي.
دی وايي:”دې نورو ولایتونو کې چې د زعفرانو او هینجې کښتونه ورکول کېږي که دغه ډول تخمونه مونږ ته هم را کړل شي نو ښه به شي، مونږ سره دې کار وشي او هم دې په وخت اصلاح شوي تخمونه را کړل شي“.
د کرنې د برخې متخصصینو په خبره، چې د ننګرهار آب و هوا د هر ډول زراعت لپاره مساعده ده، خو چې له کروندګرو سره په اړونده برخه کې په دوامداره توګه کار وشي نو لکه د هینجې او زعفرانو په څېر نورو ډېر فصلونه ښه پایله ورکولی شي.