هند کې د فلم ښودلو پر مهال په ټېل ماټېل کې مرګ ژوبله؛ د فلم اداکار نیول شوی

هندي فلمي ستوری الو ارجون له اداکارې رشمیکا ماندنا سره.

د هند د فلمونو یو ستوری د جمعې په ورځ، دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۳)، په دې تور ونیول شو چې د فلم ښودلو پر مهال یې په ګڼه ګوڼه کې خلک تر پښو لاندې شوي او لږ تر لږه یوه ښځه مړه شوې ده.

په جنوبي ښار حیدراباد کې تېره اونۍ د الو ارجون او د هغه د فلم "پوشپا ۲" د لیدلو لپاره تیاتر ته ډیر خلک ورغلي وو.

د پولیسو یو افسر د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې الو ارجون په دغه پېښه کې د خلکو د ژوبل کېدو له کبله نیول شوی دی.

دغه چارواکي وویل چې د قضیې په تړاو اووه نور کسان هم نیول شوي دي.

هندي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې هغه ویډیو لاس په لاس شوې چې پکې پولیس ښکاري چې د آلو ارجون د نیولو لپاره د هغه کور ته ورځي.

دا مطلب هم ولولئ کندهار ته د تښتول شوې الوتکې سریال په هند کې مخالفتونه پارولي

د دسمبر څلورمې په پېښه کې مړه شوې ۳۰ کلنه ښځه د خپل زوی سره د فلم لیدلو لپاره تللې وه. د هغې زوی په پیښه کې سخت ژوبل شوی دی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د قرباني کورنۍ د ارجون، د هغه د ساتونکو او سینما د مسئولینو په خلاف دوسیه ثبت کړې ده.

له قضیې دوې ورځې وروسته ارجون وویل چې د قضیې له کبله "زړه ماتی" شوی او د مړې شوې ښځې له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

الو ارجون په جنوبي هند کې ډیر شهرت لري او د هغه د پوشپا فلم په میلیونونو ډالر ګټلي دي.

هغه دوه کاله وړاندې د پوشپا د لومړني فلم د جوړولو له کبله د هند د فلمونو د ملي جایزو له خوا د ترټولو غوره اداکار جایزه ترلاسه کړه.