په پېښور کې د افغان زده کوونکو د فراغت غونډه

Your browser doesn’t support HTML5

د پيښور د تاج آباد سیمې په یوه اکاډمۍ کې د نویو راغليو او پخوانيو افغان کډوالو لپاره د لنډ مهاله کورسونو په پای کې د فراغت غونډه وشوه. په دې مراسمو کې لسګونو هلکانو او نجونو ته د فراغت ديپلومونه ورکړل شول.

افغان زده کوونکي وايي، چې په پاکستان کې د لوړو زده کړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، نو ځکه لنډمهاله کورسونه لولي، څو له دې لارې د کار فرصتونه ترلاسه کړي.