پېښور کې افغان مېرمنو ته د لاسي صنایعو زده کړې
Your browser doesn’t support HTML5
په پېښور کې د افغان کډوالو په کمپونو کې د یوې موسسې په مرسته مېرمنې او نجونې د لاسي صنایعو زده کړې کوي. د دې پروګرام موخه د ښځو په ځان بسیا کول دي، څو د دې مهارتونو له لارې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي او د ماشومانو د زده کړو لګښت برابر کړي.