په افغانستان کې "د طالبانو د بیا واکمن کیدو" په اړه د ځوانانو کتابي بحث

Your browser doesn’t support HTML5

په پيښور کې د ځوانانو يوه ډله هره میاشت یوه مطالعاتي غونډه جوړوي، چیرې چې استادان، محصلین او د ټولنې د بیلابیلو برخو څخه خلک په مختلفو کتابونو بحث کوي. په روانه میاشت کې دوی "په افغانستان کې د طالبانو د بیا را تګ" موضوع غوره کړې وه.

په دې غونډه کې ویناوالو په دې اړه انتقادي کتنه وړاندې کړه چې د رژیم بدلون په افغانستان او بیا سیمې څه ډول اغیز کړی دی.