امریکا: په لبنان کې د اوربند تړون وروستیو پړاوونو ته نږدې شوی

د لبنان د پارلمان مرستیال، اسرائیل تورن کړ چې د هوایي بمباریو په زیاتولو سره غواړي لبنان دې ته اړ کړي چې د اوربند په غیرمستقیمو خبرو کې مقابل لوري ته امتیاز ورکړي.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ، نومبر ۲۵ (لیندۍ ۵مه)، خبر ورکړ، چې د اسرائیل او د لبنان د حزب‌الله ډلې ترمنځ د اوربند خبرې اترې وروستیو پړاوونو ته نږدې شوي دي. د سپینې ماڼۍ په وینا، دغه خبرې په مثبت لوري کې روانې دي، خو لا هم دغه تړون نهایي شوی نه دی.

په ورته وخت کې راپورونه وايي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د منځني ختیځ لپاره له خپل ځانګړي استازي اموس هوخشتاین سره په مستقیم تماس کې دی او د خبرو بهیر له نږدې څاري.

همدارنګه ویل کېږي چې بایډن او د فرانسې ولسمشر امانويل میکرون به سبا (سه شنبه) د اوربند تړون په رسمي ډول اعلان کړي. خو سپینې ماڼۍ ددې خبر پخلی نه دی کړی.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي وویل: "موږ باور لرو چې د اوربند موافقې ته نږدې شوي یوو، خو تراوسه خبرې نهايي شوي نه دي." هغه زیاته کړه: "دا بهیر پر مثبت لوري روان دی، خو لا هم کوم موافقه نه ده شوې. "

خو په دې اړه د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي خبرداری ورکړ، چې د تړون تر نهايي کېدو مخکې د جزئیاتو خپرول غیرمسئولانه عمل دی او ښایي د خبرو پرمختګ ته زیان ورسوي.

خو جان کربي خبرداری ورکړ، چې د تړون تر نهايي کېدو مخکې د جزئیاتو خپرول غیرمسئولانه عمل دی او ښایي د خبرو پرمختګ ته زیان ورسوي.

په ورته وخت کې، په واشنګټن کې د اسرائیل سفیر مایک هرتزوګ ویلي، چې د اسرائیل او د لبنان د حزب‌الله وسلوالو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د اوربند تړون ممکن دی "په څو ورځو کې" نهايي شي.

مایک هرتزوګ د دوشنبې په ورځ د اسرائیل د پوځ راډیو ته وویل، چې لا هم "ځینې ټکي د نهايي کولو لپاره پاتې دي" او هر ډول تړون به د اسرائیل د حکومت تائید ته اړتیا ولري.

همدارنګه ویل کیږي، چې اسرائیلي مقاماتو د سه‌ شنبې په ورځ (نومبر ۲۶مه) د اوربند د ارزونې په موخه د "نتنیاهو د امنیتي کابینې" یوه ناسته پلان کړې ده.

د اسرائیل د حکومت یو ویاند مخکې ویلي و: "موږ د لبنان کې د جګړې بندېدو لوري ته روان یو، خو لا هم ځینې ستونزې پاتې دي. "

د یاد تړون د نورو مواردو تر څنګ، یوه موضوع دا ده چې حزب‌الله او اسرائیلي ځواکونه باید د لبنان له جنوبه څخه په شا شي.

په همدې حال کې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ جګړې زور اخیستی دی. د لبنان په جنوب کې هغه سیمې چې د حزب‌الله تر کنترول لاندې دي، د اسرائیل لخوا تر سختو بریدونو لاندې دي.

د لبنان د پارلمان مرستیال، اسرائیل تورن کړ چې د هوایي بمباریو په زیاتولو سره غواړي لبنان دې ته اړ کړي چې د اوربند په غیرمستقیمو خبرو کې مقابل لوري ته امتیاز ورکړي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه حماس په اسرائیل بریدونه وکړل او له هماغه راهېسې د حزب‌الله د جنګیالیو او اسرائیل ترمنځ هره ورځ نښتې کېږي. د سپتمبر له میاشتې راهېسې مخامخ جنګ پیل شوی او اسرائیل خپل پلي ځواکونه هم لبنان ته داخل کړي‌ دي.

په لبنان کې چارواکي‌ وايي د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې درې زره کسان وژل شوي او ژوبل شوي، او څه باندې یو میلیون نور لبنانیان بې ځایه شوي دي.