د امریکا په ټاکنو کې د میشیګن ایالت اهمیت

Your browser doesn’t support HTML5

میشیګن د ۱۹۹۲ کال راهیسې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې دیموکراتانو ته رایه ورکړې ده، خو یوازې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۱ زره رایو په تفاوت دا ایالت وګاټه.

میشیګن یو له هغو اوو رقابتي ایالتونو څخه دی چې ښایي د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو برخلیک معلوم کړي. که څه هم بایډن په ۲۰۲۰ کال کې میشیګن وګاټه خو اوس څو فکټورونه شته چې په یاد ایالت کې د دیموکراتانو بیا بریا یقیني‌ نه ښکاري.
#scae24