د تیو سرطان په اړه د پوهاوي میاشت

Your browser doesn’t support HTML5

په ټوله نړۍ کې د اکتوبر میاشت د سینې (تیو) د سرطان د پوهاوي میاشت په توګه لمانځل کیږي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، هر کال شاوخوا ۲.۳ میلیونه انسانان په دې ناروغۍ اخته کیږي، چې ۷۰ سلنه یې په لومړیو مراحلو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

روغتیا پوهان وايي چې اقلیمي بدلون او د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي کموالی هغه لوی لاملونه دي چې په پاکستان او افغانستان کې یې د دې ناروغۍ کچه لوړه کړې ده.