نوموړی زیاتوي: "رومیان، کچالو، غنم او داڼیه کرو. پخوا ښه خرڅیدل، خو اوس د بازار نشتوالي له کبله خرڅلاو کم شوی.
" نوموړی وايي چې پخوا به سوداګر د حاصلاتو اخیستو لپاره کروندګر ته ورتلل او حاصلات به یې په ښه بیه اخیستل، خو اوس ګاونډیو هیوادونو ته د نه صادراتو له کبله، کروندګر مجبور شوي چې خپل حاصلات بازار ته یوسي او هلته یې په ټېټه بیه وپلوري.
کابل کروندګر خپلو حاصلاتو ته د بازار له نشتوالي سرټکوي
Your browser doesn’t support HTML5
په کابل کې یو شمېر کروندګر شکایت کوي چې د کرنیزو حاصلاتو لپاره ښه او مناسب بازار نه لري. د چهل دخترانو د کلي کروندګر، حسیب الله، وایي چې د حاصلاتو د پاکټ کولو وروسته بازار ته یې لیږدوي، خو په خبره یې، خرڅلاو یې کم شوی.