د ایران حکومت چهارشنبې اکتوبر ۳۰ (لړم نهمه) د دغه هېواد د جنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت لپاره په لومړي ځل د بلوڅ لږکیو یو سیاستوال د والي په توګه وټاکه.
د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د کابینې له غونډې وروسته وویل: "منصور بیجار د سیستان او بلوچستان د والي په توګه غوره شوی دی."
په ایران کې چې اکثریت وګړي یې شیعه دي، بلوڅان د سني لږکیو برخه ده او ۵۰ کلن منصور بیجار د د بلوڅانو د ټولنې غړی دی.
د هغه ګمارنه په سیستان او بلوچستان کې له هغه برید وروسته کیږي چې لږ تر لږه ۱۰ پولیس پکې ووژل شول. د جیش العدل سني وسله والې ډلې ددغه برید مسئولیت واخیست.
سیستان او بلوچستان له افغانستان او پاکستان سره پر پوله پروت دی او د ایران یو له ډېرو بې وزلو ولایتونو څخه شمېرل کیږي.
دا ولایت له اوږدې مودې راهیسې د بیلتون غوښتونکو او سني سخت دریځو له خوا په سرحدي سیمو کې د بریدونو له کبله مشهور دی چې په همدې سیمو کې وخت په وخت د ایران د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ نښتې هم رامنځته کیږي.
د جیش العدل ډله چې په ۲۰۱۲ کال کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له خوا جوړه شوې، د ایران او امریکا دواړو له خوا "ترهګر سازمان" ګڼل کېږي.
له دې وړاندې د سپتمبر په میاشت کې، د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د کردستان ولایت لپاره یو سني سیاستوال د والي په توګه ونوماوه.
دا په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې لومړنی ځل و چې یو سني په دغه هېواد کې د والي په توګه وټاکل شو.
دا مطلب هم ولولئ د ایران پارلمان د ولسمشر د مرستیالۍ څوکۍ ته د یو سني سیاستوال د رسېدو مخنیوی وکړپزشکیان همدارنګه د اګست په میاشت کې، د سني اقلیت سیاستوال عبدالکریم حسین زاده د کلیو د پراختیا لپاره د خپل مرستیال په توګه ونوماوه. خو د ایران د پارلمان غړو د ولسمشر د مرستیال په توګه د حسین زاده د مقررېدو مخنیوی وکړ. د پارلمان وکیل مهرداد لاهوتي وروسته وویل چې پارلمان د "وړتیاو او تجربې" له امله په مقننه قوه کې د حسین زاده د ساتلو په حق کې رایه ورکړې ده.
خو د پارلمان وکیلانو چهارشنبې ناوخته د رایو په نتیجه کې د حسین زاده استعفا ومنله. پارلمان په خپل دریځ کې ددغه بدلون د لامل په اړه جزئیات ندي ورکړي.
د ایران حکومت تېره اوونۍ محمد رضا مواليزاده د جنوب لوېدیځ خوزستان ولایت لپاره چې عرب اقلیت لري، د لومړني عرب والي په توګه وټاکه.
شیعه اسلام د ایران د دولت رسمي دین دی او سنیان پکې د نفوس شاوخوا ۱۰ سلنه جوړوي.