د دې غونډې هدف د ګوزڼ ضد واکسین په ارزښت د پوهاوي لوړول او د پولیو د مخنیوي لپاره ګډ کار کول ښودل شوی دی. د امریکا غږ خبریال، شاهین اپریدي د دې غونډې جزیات وړاندې کړل.
د ګوزڼ د مخنيوي نړیواله ورځ
Your browser doesn’t support HTML5
د اکتوبر ۲۴مه نېټه، د ګوزڼ یا پولیو ویروس د مخنیوي نړیواله ورځ ده. د همدې ورځې د نمانځنې په مناسبت د خیبر پښتونخوا په "نشتر هال" کې یوه ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر، د روغتیا وزارت چارواکو، عالمانو او بېلابېلو برخو استازو ګډون کړی و.