د اسیا ایمرجینګ کپ سیالۍ؛ افغانستان لومړۍ لوبه له سري لانکا سره کوي

افغانستان دغو سیالیو کې له سري لانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ سره مخامخ دی.

د اسیا کرکټ شورا د ایمرجینګ کپ شل اوریزې سیالۍ نن د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې۲۷) په عمان کې پیل کېږي.

د افغانستان الف لوبډله (افغان ابدالیان) د سیالیو په لومړۍ ورځ له سري لانکا الف لوبډلې سره لوبه لري.

په دغو سیالیو کې ټولې اته لوبډلې دي او په دوو ګروپونو الف او ب وېشل شوي دي.

افغانستان په الف ګروپ کې له سري لانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ سره مخامخ دی. په ب ګروپ کې هند، پاکستان، عمان او متحده عرب امارات دي.

عمان، هانګ کانګ او متحدو عربو اماراتو دغو سیالی ته خپلې ملي لوبډلې استولې او د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو د خپلو ځوانانو لوبډلې استولې دي.

افغانستان د دروېش رسولي په کپتانۍ «افغان ابدالیان» لوبډله استولې ده،‌ چې د کریم جنت، الله محمد غضنفر او محمد اسحاق رحیمي په ګډون د افغانستان د ملي لوبډلې ځینې ځوان لوبغاړي هم په کې دي.

په نورو لوبډلو کې هم د هېوادونو د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي لوبېږي.

په هر ګروپ کې هره لوبډله له بلې سره لوبې کوي او د هر ګروپ د سر دوې لوبډې به نیمه پایلوبو ته وځي.

د اسیا کرکټ شورا د ویبسایټ د معلوماتو په اساس دا سیالۍ به شاوخوا یوه اونۍ وي‌ او پایلوبه یې د بلې شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ ده.

افغان ابدالیانو تر دغو سیالیو مخکې په عمان کې د کوربه او هانګ کانګ ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ وکړې او دا لړۍ یې وګټله.