اوسمهال، یو شمېر افغان نجونې د اسلام اباد په یوه سیمه ییز مرکز کې د میناتوري هنر زده کړه کوي، چې د خپل کلتور او هنر د بقا لپاره مبارزه وکړي. دغه هنري پروګرامونه د هغو کډوالو لپاره یو ارزښتناک فرصت دی، چې غواړي خپلې هنري لاسته راوړنې وساتي او لا یې پیاوړې کړي.
په کډوالۍ کې د هنري فعالیتونو دوام
Your browser doesn’t support HTML5
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته او د ښځو پر لوړو زده کړو او کار باندې له بندیزونو وروسته، یو شمېر افغان ښځې او نجونې په کډوالۍ کې خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکوي.