په پاکستان کې میشت افغان کډوال د هویت او تابعیت ستونزې

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې میشت ډېری افغان کډوال وایي چې څه باندې څلور لسیزې د کډوالۍ ژوند کولو سره سره، لا هم د هویت او تابعیت له جدي ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، نه په خپل پلرني ټاټوبي افغانستان کې د یو افغان په توګه پېژندل کېږي او نه په کوربه هیواد پاکستان کې د تابعیت حق لري.

دغه کډوال شکایت کوي چې په افغانستان کې هم "مهاجر" ګڼل کېږي او په پاکستان کې هم له هویته محروم پاتې دي