د باچا خان په پوهنتون کې د ځايي او افغان محصلینو لپاره ځانګړی نندارتون

Your browser doesn’t support HTML5

د خیبر پښتونخوا‌ په باچا خان پوهنتون کې د ځایي او افغان زده کوونکو لپاره یو ځانګړی نندارتون جوړ شو، چې موخه یې زده کوونکو ته د مسلک ټاکلو او راتلونکي پلان جوړونې په اړه لارښونې او د معلومات ورکول وو.

په دې نندارتون کې د افغان زده کوونکو لپاره یوه ځانګړې غرفه هم جوړه شوې، چې ګڼ شمېر افغان زده کوونکو ته د لوړو زده کړو او په پاکستان کې د تحصیلي فرصتونو په اړه معلومات ورکړل شول.
د نندارتون د تنظیموونکو په وینا، دا ډول پروګرامونه کولای شي د ځايي او بهرنیو زده کوونکو د اکاډمیک پرمختګ او په تعلیمي موسسو کې د ښه ادغام لامل شي.