له لرګیو څخه د دودیزو توکو جوړول

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور اوسیدونکی نیازعلي په خیبر پښتونخوا کې د لرګیو څخه د دودیزو کلتوري توکو په جوړولو کې ځانګړی مهارت لري. هغه د لرګیو څخه د لارۍ، څوکۍ، کټونو او د پوهنتون زده کوونکو لپاره د بیلابیلو پروژو په ډیزاین کولو کې ځانګړی شهرت لري.

د هغه هنر نه یوازې په خیبر پښتونخوا کې، بلکې په امریکا، اروپا، افغانستان او نورو هیوادونو کې هم مینه وال لري.