په استرالیا کې هرکال ۲۵ میلیارد ډالره په قمار کې بایلل کېږي

په استرالیا کې چې نفوس یې ۲۷ میلیونه وګړو ته رسیږي هرکال شاوخوا ۲۵ میلیارد استرالیايي ډالره (۱۶میلیارد امریکايي ډالره) په قمار کې بایلل کېږي او له همدې امله د قمارخانو د اعلانونو د مخنیوي غوښتنې زیاتې شوې دي.

د قمار وهلو د زیانونو د څیړنې مرکز ویلي چې استرالیايان په انفرادي‌ توګه په نړۍ کې تر نورو زیاتې پیسې په قمار کې بایلي.

د مخورو استرالیایانو یو ایتلاف د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتي دي چې په استرالیا کې د قمار وهلو په اړه اشتهارونه منع کړي، چې په کې د نورو هېوادونه په پرتله استرالیايي قمار وهونکي زیاتې پیسې بایلي.

په استرالیا کې پر تلویزیوني شبکو،‌ راډیوګانو او بلبورډونو باندې د قمار وهلو پراخ اعلانونه خلک قمار ته هڅوي.

د قمار وهلو ماشینونه د شراب څښلو په مرکزونو کې هم لګول شوي دي‌ او دا مرکزونه تر ډېره خپل عواید له همدغو ماشینونو څخه ترلاسه کوي.

له ۶۰ زیاتو مخورو استرالیایانو د دغه هېواد صدراعظم انتوني البانیز او همداشان د مخالف ګوند مشر ته په یو لیک کې لیکلي: "په استرالیا کې د قمار وهلو په اړه اشتهارونه چې په یو کال کې د تلویزیونونو او راډيوګانو څخه له کوم بندیز پرته یو میلیون اشتهارونه خپاره شوي له کنټرول څخه بهر شوي."

د استرالیا یو شمیر پخوانیو سیاسي مشرانو، د اتحادیو غړو، لوبغاړو او دیني مشرانو هم پر دغه لیک باندې لاسلیک کړی دی.

هغوی په دغه لیک کې د حاکم ګوند او د مخالف ګوند له چارواکو څخه غوښتنه کړې چې په درېیو کلونو کې د قمار وهلو د اشتهارونو د غیرقانوني کېدو پر سر توافق ته ورسېږي. دا وړاندیز په استرالیا کې د قمار وهلو د زیانونو د راپور له سپارښتنو سره چې په ۲۰۲۳ کال کې خپور شو یووالی لري.

د استرالیا پخواني صدراعظم جان هاوارډ چې پر لیک باندې یې لاسلیک کړی دی ویلي: "زیات استرالیاییان د قمار وهلو په اړه د اشتهارونو له زیاتوالي او د قمار له مخ په زیاتېدونکو زیانونو څخه اندېښمن دي."

په قمار وهلو کې د اصلاحاتو د ایتلاف اجرایي رئیس مارتین تامس وویل:‌ "د قمار د شرکتونو له خوا زموږ د ماشومانو د په نښه کېدو د مخنیوي لپاره په بشپړه توګه د قمار وهلو په اړه د اشتهارونو بندولو ته اړتیا ده."

د استرالیا Nine Entertainment ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد حکومت به په راتلونکې اونۍ کې د یو قانون د جوړولو وړاندیز وکړي چې له مخې به یې ښایی د قمار وهلو اشتهارونه محدود شي،‌ خو په بشپړ ډول به منع نشي.

د استرالیا صدراعظم تېره اونۍ وویل چې حکومت یې د قمار وهلو د زیانونو د کچې راټیټولو ته ژمن دی‌ خو د اشتهارونو د منع کولو په اړه یې معلومات ورنکړل.