په کابل کې کروندګر د مرستو د 'غیر عادلانه' ویش څخه سر ټکوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې یو شمېر کروندګر له دوی سره د مرستو د "غیرعادلانه" وېش څخه سر ټکوي. د عبدالبصیر په نوم د کابل ولایت د چهاراسیاب ولسوالۍ یو کروندګر وايي، چې مرستې راځي، خو یوازې پر ځینو مشخصو کسانو چې د نوموړي په خبره، مستحق نه دي، ویشل کیږي.

دغه کروندګر چې اوسمهال یې په اجاره شوې ځمکه کې غنم کرلي‌ دي، غواړي چې دغه ستونزه حل شي او مرستې په عادلانه ډول وویشل شي.