بایډن: په ټرمپ باندې د برید انګیزه لا معلومه شوې نه ده

د امریکا ولسمشر جوبایډن به سپیېنې ماڼۍ کې وویل چې په ټرمپ د برید انګیزه لا معلومه نه ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن یکشنبه جولاۍ ۱۴ (چنګاښ۲۴) په سپینې ماڼۍ کې په خپلو لنډو خبرو کې خبریالانو ته وویل چې تر دې دمه د امریکا په مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې د برید انګیزه معلومه شوې نه ده او په دې اړه تحقیقات روان دي.

نوموړي وویل چې له ټرمپ سره یې په لنډ ډول خبرې کړي او هغه اوس په رغېدو دی.

جوبایډن وویل چې په دې اړه یې د خپلو امنیتي او استخباراتي مشرانو سره خبرې کړې او نن ماښام به بیا ورسره وغږېږي.

نوموړي زیاته کړه د فدرال تحقیقاتي ادارې د دغه برید په اړه پلټنې کوي‌ او دغې ادارې ویلي دي چې دا تحقیقات به ژر وشي.

بایډن له امریکایانو څخه وغوښتل چې د بریدګر د انګیزې په اړه وړاندوینې ونه کړي او د فدرال تحقیقاتي‌اداره دې پرېږدي چې خپل کار وکړي.

جوبایډن زیاته کړه چې «موږ باید د یو واحد ملت په توګه یو موټي شو او وښيو چې موږ څوک یو». نوموړي یو ځل بیا ټېنګار وکړ چې دا ډول بریدونه په امریکا کې ځای نه لري.

په ډونالډ ټرمب باندې تېره ورځ په یوې انتخاباتي‌ غونډې کې برید وشو چې په ښي غوږ ژوبل شو. هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي چې اوس «ښه» دی.

د متحدو ایالتونو د فدرال تحقیقاتو ادارې اعلان کړی چې د متیو کروکس په نوم یې یو ۲۰ کلن کس د ډونالډ ټرمپ د ترور په هڅې کې د «دخېل فاعل» په توګه پېژندلی دی. دا په تېرو څو لسیزو کې په امریکا کې د سیاسي خشونت یوه تر ټولو لوړه قضیه بلل کېږي.

جو بایډن په ټرمپ باندې د برید څخه دوه ساعته وروسته وویل چې «ټول یې باید وغندي».

جوبایډن وویل چې لارښوونه یې کړې ده چې د پنسلوانیا په ایالت کې د دغې غونډې د امنیتي اقداماتو د څرنګوالي په اړه هم مستقله ارزونه وشي.