کابل کې کروندګر د حاصلاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالۍ کروندګر سږ کال په دې خوښ دي چې د حکومت له خوا ورسره د کیمیاوي سرې او د اصلاح شوو تخمونو مرسته شوې خو بیا هم دوی شکایت لري چې د حاصلاتو د فصل په وخت کې د دوی د حاصلاتو قیمت تر ډیره ښکته کېږي چې حتی دوی خپل مصرف هم نشي پوره کولی.

محمد سمیر چې په خپله ځمکه یې غنم کرلي او تر غنمو وروسته غواړي چې سبزیجات وکري، له موجوده حکومت څخه غواړي چې کروندګرو ته سړې خونې یا سردخانې جوړې کړي تر څو کروندګر خپل حاصلات په مناسب وخت او په مناسب قیمت بازار ته عرضه کړي.

هغه وویل: "سږ کال دولت موږ سره لږه همکاري وکړه موږ ته یې اصلاح سوي تخمونه راکړل. تور کوډ یې راکړ، سپین کوډ یې راکړ. موږ دولت نه خواهش لرو، سږ کال موږ د کچالو تخم په ۱۷۵اخیستی ولې یو من یې ۱۰۰ افغانۍ خرڅوو، دا ټول زموږ تاوان دی. که حکومت موږ ته سرد خانې جوړې کړي، که موږ سره تجاران جوړ نسول مارکیټ کې ارزانه ول باید موږ سرد خانې ولرو چې له خپل حاصلاتو ساتنه وکړو."

محمد سمیر وایي که څه هم سږکال بارانونو اوبه زیاتې کړي خو له بلې خوا د وروستیو اورښتونو له کبله غنمو ته هم زیان اوښتي او مخکې له وخت یې رنګ زیړ شوي دي.

هغه وویل:"سږکال بارانو، ګورئ چې د غنمو رنګ یې زیړ کړی خراب سوي. بارانونه څو ورځې سر پر سر وسول دا فصلونه یې داسې خراب کړل. نور کلونه به فصلونه ښه وه سږکال یې خوند نسته."

محمد سمیر د ټولو بزګرانو او کروندګرو څخه غواړي چې د کوکنارو په ځای دې هغه حلال او مفیده نباتات وکري چې خلک په ښه ډول ترې استفاده وکړي.