امریکا: تر بندیزونو لاندې طالبانو د سفر په اړه باید اجازه واخیستل شي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د متحدو عربو اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره د کتنې پر وخت

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جون پنځمه (جوزا۱۶) وویل د ملګرو ملتونو غړي باید د بندیزونو لاندې طالب مقاماتو د سفرونو په اړه اجازه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تېره ورځ متحدو عربو اماراتو ته سفر وکړ او د دغه هېواد له ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره لیدلي‌ دي.

دا مهال د سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو حکومت د ۸۵ غړو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې شامل دی.

په دغو بندیزونو کې په طالبانو باندې د سفرونو بندیز کې او د هغوی د شتمنیو ګنګل کېدل شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه یوازې دا یادونه کوم چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د طالبانو کوربانه باید د معافیت د پروسې له لارې، چې په ۱۹۸۸ کال کې د ملګرو ملتونو د جزا کمېټې مشخص کړې د سفر اجازه ترلاسه کړي او دا مهمه ده چې غړي هیوادونه دا تګلاره عملي».

سراج الدین حقاني د طالبانو تر بیا واکمن کېدو وروسته په داسې مهال متحدو عربو اماراتو ته سفر کړی چې د متحدو ایالتونو د فدرال ایالت د هغوی معلوماتو په بدل کې ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې،‌ چې په اساس یې هغه نیول کېدای شي.