د چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت مشاعره

Your browser doesn’t support HTML5

د جون پنځمه نېټه چې د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، سږکال پداسې حال کې نمانځل کیږي چې اقلیمي بدلونونه په نړۍ کې له سترو ننګونو څخه ګڼل کیږي. ددغې ورځې په مناسبت په خيبر ولسوالۍ کې هم د "پسرلي" په نوم يوه مشاعره جوړه شوې وه چې موخه یې د چاپیریال ساتنې په هکله د پوهاوې د کچې لوړول و.‌