په تورخم پولې د دوه اړخیزې سوداګرۍ ستونزې

Your browser doesn’t support HTML5

د لنډي کوتل سوداګر، ټولنيز او سياسي فعالان وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرابو اړیکو او د سوداګرۍ د خرابې تګلارې له امله د ۲۰۲۳ کال راپديخوا سوداګرۍ کې کمی راغلی دی. دوي یې پړه د پاکستان له خوا د بېلابېلو توکو پر صادراتو بندیز، د سرحدي پولو تړل او د مالیاتو په زیاتوالي اچوي.