د نیویارک ښار یوې زلزلې ولړزاوه

د زلزلې پر مهال، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د څو شیبو لپاره وځنډیده چې بیا وروسته بیرته پیل شوه.

د امریکا د جیولوجیکي سروې (یو اس جي اس) ادارې په وینا، د جمعې په ورځ، اپریل ۵ (وري ۱۷مه) یوې زلزلې د نیویارک ښار او په ګاونډي کې یې د نیو جرسي ایالت ولړزاوه.

د لومړنیو راپورونو له مخې، دغه زلزله د ریښتر په کچه ۴.۸ وه او مرکز یې د نیویارک په څلویښت کیلو مترۍ کې و.

د زلزلې پر مهال، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د څو شیبو لپاره وځنډیده چې بیا وروسته بیرته پیل شوه.

تر اوسه ددې زلزلې له امله د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او د نیویارک والي ویلي، د زلزلې ټکانونه په نیویارک کې محسوس شوي دي.

هغه زیاته کړه: "زما ټیم ددغه زلزلې او احتمالي زیانونو ارزونه کوي. موږ به پدې اړه خلکو ته د ورځې تر پایه بشپړ معلومات وړاندې کړو. "

بلخوا د فرانس پرس خبري اژانس یو خبریال راپور ورکړ چې ددغه زلزلې له امله د نیویارک په بروکلین سیمه کې ودانۍ ولړزېدلې.

همدارنګه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي، چې د فلاډیلفیا څخه تر نیویارک او د نیویارک ایالت په ختیځ لانګ ټاپو پورې سیمه کې ددغه زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

په نیویارک ښار کې د ایمپایر(امپراتور) په نوم د هسکې ودانۍ مسؤلینو هم په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي، چې پدغه هسکه ودانۍ کې چاته زیان نه دی رسیدلی.‌

همدارنګه په نیویارک ښار کې د جان ایف کینیډي نړیوال هوایی ډګر، په نیو جرسي کې د نیویارک لیبرټي نړیوال هوایی ډګر او په بالتیمور- واشنګټن کې د تورګود مارشال نړیوال هوایی ډګر کې ټول بهرنې الوتنې مؤقتاً ځنډلې دي، ځکه د انجنیرۍ ټیمونه د احتمالي زیان د ارزونې په موخه ددغو هوايي ډګرونو د ځغاستې کرښې معاینه کوي.