په ننګرهار کې پر پولیو اخته ۳۷ کلن ناروغ مولا ګل د شپږ کسېزې کورنۍ ته د نفقې ګتلو په موخه ټوله ورځ له خپل توان پورته ستړیا ګالي .
دى وايي، چې ژوند کې له ګڼو کړاونو سره لاس او ګریوان دی ځکه نیمګړی دی او پولیو ترې یوه پښه اخیستې ده چې ستونزې یې له ورځې بلې زیاتیږي .
مولا ګل د لغمان دی خو په جلال آباد ښار کې ژوند کوي، دی په کوچنیوالي کې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی او یوه پښه یې د تل لپاره فلج شوه.
هغه په خپلو خبرو کې وویل چې پر پولیو اخته کېدلو لامل یې د یادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین نه کول و، ځکه هغه وخت پرې خلکو ډېر باور نه درلود او خپل ماشومان به یې نه واکسینول.
مولا ګل امریکا غږ ته وویل: "عمر مې تقریبا شپږدیرش یا اوه دېرش کاله دی، زه مهاجرتوب کې معیوب شوی وم، هلته دا واکسین چا نه پېژندل. د پېښور ارباب روډ کې اوسیدم، هلته یو ډاکټر وو او هغه ته چې زه لاړم، راته یې وویل چې ته به وخت سره رو رو ښه کیږې. ته پولیو وهلی یې، دې سره به انشالله ښه شې."
نوموړي زیاته کړه، ډاکټر ماته یو اپریشن هم لیکلی وو، دوه اپریشنه (عملیات) مې دلته هم کړي دي خو څه فرق یې نه دی کړی. تر اوسه پورې بس هغه قالب اچووم کوم چې دلته سنډیګال را کړی دی او دغه چکه سونه باندې ګرځم.
که څه هم هغه له حالاتو سرټکوي خو امریکا غږ ته یې وویل: "شپږ کسه فامیل را پرغاړې دی، دا زما روزمره ژوند دی، دغه ریکشه ګرځوم، سهار ځم او ماښام راځم."
مولا ګل تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي او وايي چې هغه مهال يې د ښوونځي کتابونه او نور وسايل نه شو وړلاى او له همدې امله يې زده کړې نيمګړې پاتې شوې.
دى وايي، چې که څه هم زده کړې يې نه دي بشپړې کړي، خو د خپلو څلورو ماشومانو، چې يوه يې نجلۍ ده، د زده کړو لپاره ډېرې هيلې لري.
دی له خپلو مشرانو څخه ځکه ګیله لري، چې وایي که چېرته یې ورته د پولیو واکسین کړی وای، اوس به یې زده کړې هم بشړې وای او له ناهیلو سره مل ژوند به یې نه تېرولو.
هغه وویل: "ورځ تر بلې حالات خرابیږي، ښه کیږي نه. ځکه چې زه تر اوسه ښه شوی نه یم، زه به له دې وروسته هم ښه نه شم. ښه کیدو باندې یو سړی پوهیږي، چې ګولۍ وخوري نو هغه مرض یې باندې ښه کیږي او یا چې عمر زیات شي، مساج وکړئ یا هغه ورزش وکړئ، هغې سره ښه کیږي نو مونږ خو هغسې څه ونه لیده."
نوموړي زیاته کړه: “زه کنډو یم، نیمګړی یم، ماته که یو سړی ووایي چې دا غووټه خپل کورته یوسه، زه یې نه شم وړلی، که وړه یې که بوره وي که هر څه وي زه بل ته محتاجه یم. ورته وایم وروره دا راسره واخله او هغه ځای پورې یې یوسه. د محتاجۍ ژوند دی، سړی نیمګړی کیږي نو دغه درد او تکلیف هغه وت سړی محسوسوي."
هغه وایي یو شمېر ډاکټرانو ورته ویلي وو چې د وخت په تېرېدلو به یې پښه بېرته عادي حالت ته راشي او روغه به شي خو د مولاګل په خبره چې پر ځان پوهېږي چې د هرې ورځې په تېردو یې پښه لا پسې کمزورې کېږي او د رغېدلو هیڅ هیله نوره نه ده ورته پاتې.
دی وایي د ژوند په ټولو چارو کې نورو ته اړ دی او که ډېر عادي کار هم وي په یواځې ځان یې نه شي تر سره کولی.
مولا ګل زیاته کړه: " زه د دې ناروغۍ له امله ډیر ځوریدلی یم، د وړکتوب نه تر اوسه پورې، لکه مکتب ته به چې تلم، بل انډیوال به مې بکسه واخیسته او هغه به ماسره روان وو او زه به یې مکتب ته رسولم. بیا چې لږ را ښه شوم، په ښه او بد پوه شوم، بد احساس مو دردلو او افسوس به راتلو خو دا کارونه ټول د الله پاک لخوا دي .زمونږ مشرانو کې که پوهه او عقل وایي چې یاره دې مرض څنګه مخنیوی کیږي نو داسې به نه کیدل. دی ډېرو مشرانو به بوټي واخیستل وبه یې ټکول او ویل به یې چې دا دې ناروغۍ ته ښه ده، دا ورته ورکه او دې سره به ښه کیږي."
مولا ګل په ټولو کرونیو غږ کوي تر څو خپل ماشومان واکسین کړي او د ګوزڼ د ناروغۍ ښکار نه شي.